دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ما د يار دغه غوښته هم په ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم
No comments:
Post a Comment