اقبال همدرد
د زړۀ دنيا پري ورانول څۀ ورکه نۀ وه
کاش د ميني يو اظهار مي ورته کړے وو
کاش د ميني يو اظهار مي ورته کړے وو
ياري به ئي اميد چي زما ترکه نۀ وه
خوشاله نن به لاس نيولي ګرځيدلي
بيلتون مي هميشه په مقدر که نۀ وه
د ميني په سر هر الزام به مي قبول وے
د تهمتونو پنډه مي په سرکه نۀ وه
همدرد به دومره وار په وار ژړلي نۀ وے
خپل زړګي د حاله لږ خبر که نۀ وه
No comments:
Post a Comment