Showing posts with label Pashto ghazal. Show all posts
Showing posts with label Pashto ghazal. Show all posts

Wednesday, 3 August 2011

Pashto Ghazal by Anwar Zeb


shoonde yai shakare shi che okhaandee
Ghaakh yai malghalare shi che okhaandee

Rang aw noor sa da range sialee okree
Starge yai awtare shee che okhaandee
...
Soomra geele zra ke warta jore kram
Bas yaw dwa khabare shee che okhaandee

jwand d pasalo yai de khanda sara
Tore ba gugooree shee che okhaandee

Doomra laelaaja zama gham na de
os ba me gham lare shee che okhaandee

Tuesday, 19 July 2011

ښاغلی دروېش دراني shaghale darweesh dorany Pashto ghazal


دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم

ما د يار دغه غوښته هم په ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم

بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم

مخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم

Pashto new best ghazal wa zalimey

Wa Zalimey


Sa Pa Gham De Geriftar Krm Wa Zalimey,,?


Khud-Kushai Ta De Tyar Krm Wa Zalimey,,

Za Ba Nast Wom Pa Jargo, Pa Fesalo Ke,,

Levano K De Pa Shmar Krm Wa Zalimey,,

Na Da Deen Na Da Dunya Shwm Hai Afsoss Sha,,

Taa Da Husan Parastar Krm Wa Zalimey,,

Bia De Za Da Mohabt Pa Laar K Prekhom,,

Gora Smra De Azaar Krm Wa Zalimey,,?


Za Sangeen De Awal Paaaass Asman Ta Botlm,,

Bia De Laaaandy Ra Guzar Krm Wa Zalimey...

New Pashto Ghazal: Sok chi pa minah ki doka nakawi


غزل

څوک چي په مينه کښي دهوکه نۀ کوي

ژوند دے هغه په دي دنيا نۀ کوي


د غوښي زړۀ حالاتو وروروالي کړي

کاڼي هغه دے چي پرواه نۀ کوي

نن مينه د هغو په نصيب کيږي

څوک چي په سترګو کښي حيا نۀ کوي

د خياله چي مسکئ غوندي شي

بيا رشوتي زړۀ مي ګيله نۀ کوي

هغه قيصه به زيري د جنت وي

چي ئي همدرد ته په غصه نۀ کوي

Monday, 11 July 2011

Pashto ghazal, best Pashto ghazal


رباب زما پۀ غېږ کښې پروت دے
خـوږې خبرې د جانان راته کوينه


رباب د پښتو موسيقۍ يو داسې ساز دے چې د دې نه بغېر د 

پښتو موسيقي نيمګړي او نيمه خوا ده ، او چې کله چې رباب 


سره طبله او نور سازونه 


يو ځای شي نو خوند ئې يو

پۀ دوه شي ، ځکه خو وائي

کۀ چا ربــــــــــــاب پۀ لاس کښې راکړو
زۀ به دَ خپلې ځوانۍ وېر پکښې کؤمه


رباب خو به تاسو د پښتو موسيقۍ کښې اورېدلي وي خو زمونږ يو 

ملګري محمد دين تاسو ته پۀ نوي انداز کښې د رباب د سرونو 

وړاندې کولو کوشش 


کړې دے ، محمد دين زمونږ د سيمي د ستر ربابي ساده خيل 

لاهوتي ورور او د نامتو ربابي همايون سخي شاکرد دے او د لسو 

کالو نه پۀ رباب د هر 

قسمه اهنګونو غږولو مهارت لري
نو دا البم تاسو ته پښتو ډاټ نېټ وړاندې کوي او پۀ لاندې لينک ئې 

ډاؤن لوډ کولې شئ

shaghalay abdulbary jahany,ښاغلی عبدالباري جهاني Pashto Ghazal


ښاغلی عبدالباري جهاني



د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه چی بیا په اناري پیالو کی بنګ راوړو
زاړه رباب ته نوی سور او نوی شرنګ راوړو
د ارغوان د ګلو سيوري ته به رنګ راوړو
د نارنج ګل له غاړګۍ به ننګرهار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه له شیخه د توبې خونه په زور واخلو
له خپل خیامه مستانه چیغي په پور واخلو
د سباوون له توتکیو څخه شور واخلو
په انارګل کی به محشر د شالمار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه نشې به د زاهد پر قبر ونڅوو
د خُم له ستوني به وروستي جامونه وڅڅوو
نوی خمار به په زړه مستي کی وپاڅوو
د خزانونو په وطن کی به بهار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه چی بیا دي پر پیزوان باندي غزل ولیکم
په تور نصیب کی به دي ستوري د ازل ولیکم
ستا په نامه به د خیالونو تاج محل ولیکم
راځه چی غم ته په سکروټو کی مزار جوړ کو

د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه د تاک له وینو ډکي کړو پیالې د مُلو
د ګناهونو نذرانه کو پیمانې د مُلو
له جهاني سره کړو مستي افسانې د مُلو
نیم به د هوښ نیم د جنون په نامه ښار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو

Saturday, 9 July 2011

Pashto Nice ghazal Pashto Poet Iqbal Humdard


اقبال همدرد




د زړۀ دنيا پري ورانول څۀ ورکه نۀ وه

کاش د ميني يو اظهار مي ورته کړے وو
ياري به ئي اميد چي زما ترکه نۀ وه

خوشاله نن به لاس نيولي ګرځيدلي
بيلتون مي هميشه په مقدر که نۀ وه

د ميني په سر هر الزام به مي قبول وے
د تهمتونو پنډه مي په سرکه نۀ وه

همدرد به دومره وار په وار ژړلي نۀ وے

خپل زړګي د حاله لږ خبر که نۀ وه

Fazal Hadi Pashto ghazal, bast pashto ghazal by fazal hadi



خو زما زړه زما ځیګــــــــــــر دې جانان


هم مې زړه سیزي هم مې زړه لوبوي

څومره هوښیار څومره زرګـر دې جانان


په یو نظـــــــر مې غم د زړه لرې کړي

زه ترینه زار شم جادوګــــــر دې جانان


په بدلیدو ئې تیارې شــــــــــــروع کړه

سپیــــــــره نصیبــــه بختـور دې جانان


چې ئې پیرزو دې لیونتوب په هــــادي

که ئې د حــــــاله ناخبــــــر دې جانان


فضل هادي هادي - ادیزي پیښور
Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...