Tuesday 19 July 2011

New Pashto Ghazal: Sok chi pa minah ki doka nakawi


غزل

څوک چي په مينه کښي دهوکه نۀ کوي

ژوند دے هغه په دي دنيا نۀ کوي


د غوښي زړۀ حالاتو وروروالي کړي

کاڼي هغه دے چي پرواه نۀ کوي

نن مينه د هغو په نصيب کيږي

څوک چي په سترګو کښي حيا نۀ کوي

د خياله چي مسکئ غوندي شي

بيا رشوتي زړۀ مي ګيله نۀ کوي

هغه قيصه به زيري د جنت وي

چي ئي همدرد ته په غصه نۀ کوي

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...