Monday 11 July 2011

shaghalay abdulbary jahany,ښاغلی عبدالباري جهاني Pashto Ghazal


ښاغلی عبدالباري جهاني



د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه چی بیا په اناري پیالو کی بنګ راوړو
زاړه رباب ته نوی سور او نوی شرنګ راوړو
د ارغوان د ګلو سيوري ته به رنګ راوړو
د نارنج ګل له غاړګۍ به ننګرهار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه له شیخه د توبې خونه په زور واخلو
له خپل خیامه مستانه چیغي په پور واخلو
د سباوون له توتکیو څخه شور واخلو
په انارګل کی به محشر د شالمار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه نشې به د زاهد پر قبر ونڅوو
د خُم له ستوني به وروستي جامونه وڅڅوو
نوی خمار به په زړه مستي کی وپاڅوو
د خزانونو په وطن کی به بهار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه چی بیا دي پر پیزوان باندي غزل ولیکم
په تور نصیب کی به دي ستوري د ازل ولیکم
ستا په نامه به د خیالونو تاج محل ولیکم
راځه چی غم ته په سکروټو کی مزار جوړ کو

د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو
راځه د تاک له وینو ډکي کړو پیالې د مُلو
د ګناهونو نذرانه کو پیمانې د مُلو
له جهاني سره کړو مستي افسانې د مُلو
نیم به د هوښ نیم د جنون په نامه ښار جوړ کو
د رقیبانو په کوګل کی به پرهار جوړ کو

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...