Tuesday 5 July 2011

Rahman baba Nice Pashto poetry


رحمان بابا

خدايه! څه شوو هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپين سپېځلي خلک

هېڅ خندا مې له دې خلک سره نۀ شي


ژړوي مې هغه تللي تللي خلک

خبر نۀ يم چې و کومه خوا ته لاړ شوو


ليدی نۀ شي هغه ما ليدلي خلک

لکه ځګ چې د اوبو په مخ کښې درومي

هسې درومي په دنيا راغلي خلک

درېغه يو ځله خو بيا په دنيا راغی

له جهانه په ارمان وتلي خلک

هزار حيف دی چې په خاورو کښې لاړٔە شي

په چوو او په چندڼ لړلي خلک

رحمان هسې ګوښه خوند له خلکو بيا موند


چې هرګز نه دی دا خوند موندلي خلک



No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...