Saturday 9 July 2011

Fazal Hadi Pashto ghazal, bast pashto ghazal by fazal hadi



خو زما زړه زما ځیګــــــــــــر دې جانان


هم مې زړه سیزي هم مې زړه لوبوي

څومره هوښیار څومره زرګـر دې جانان


په یو نظـــــــر مې غم د زړه لرې کړي

زه ترینه زار شم جادوګــــــر دې جانان


په بدلیدو ئې تیارې شــــــــــــروع کړه

سپیــــــــره نصیبــــه بختـور دې جانان


چې ئې پیرزو دې لیونتوب په هــــادي

که ئې د حــــــاله ناخبــــــر دې جانان


فضل هادي هادي - ادیزي پیښور

No comments:

Post a Comment

Related Posts Plugin for WordPress, Blogger...